د عمومي رييس پېغام

د عمومي رييس پېغام

زموږ د لوبغاړو له نوم سره د ویاړونو او خوښیو نوم تړلی، دوی د افغانستان لپاره تر اوسه ډېر څه کړي او لا هم لګیا دي د اتلانو په نوم د افغانستان لپاره ویاړونه راوړي.

تر اوسه مې چې د کرکټ د نړیوالې شورا او کرکټ اسیايي شورا په ناستو کې ګډون کړی، نو هلته مې د افغانستان لپار غږ پورته کړی، څو د افغان کرکټ ټول حقه حقوق ورکړل شي، ځکه افغان کرکټ ته لا هم د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري د دویمه درجه لرونکو هېوادونو بودیجه ورکول کېږي، په داسې حال کې چې افغانستان اوس بشپړ غړیتوب لرونکی هېواد دی.

همدارنګه باید ووایم چې د ۲۰۲۰ کال د شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره لوبغاړي په بشپړ ډول چمتو شي او موږ به دوی ته هر ډول امکانات برابرو، څو په دغو لوبو کې ډېر ښه وځلیږي او د افغانستان نوم یو ځل بیا د لمر په شان روښانه کړي.

دغه راز یادونه کوم چې د یو ورځنیو لوبو د ۲۰۲۳ کال لپاره هم باید لوبډله په ښه توګه چمتو واوسي او پر دغه کار سر له اوسه کار روان دی. دغه کار د ملي لوبغاړو د بشپړ یووالي پر مهال کېدلی شي چې اوس مو لوبغاړي ټول په یوه خوله شوي او د واحد افغانستان لپاره لوبه کوي.

 له مالي اړخه د ادارې پر خپلو پښو درول هغه څه دي چې زما د کاري کرښې پر لومړیتوبونو کې ځای لري او هیله لرم چې د افغان کرکټ د عمومي ملاتړ کوونکي لپاره یوه غوره او ستره کمپنۍ پیدا کړم او دغه کار ډېر اړین دی.

خو باید ډاډ درکړم چې افغان لوبډله د هرې ورځې په تېرېدو سره پياوړې کېږي او د پرمختګ پر لوري روانه ده، هیله لرم چې زموږ ملي اتلان ډېر ښه وځلیږي او د افغان هویت د ځلولو لپاره ډېر څه وکړي او باوري یم چې دوی به همېشه د ګران افغانستان او ولس لپاره لوبه کوي.

درنښت

فرهان یوسفزی

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر

یوټیوب

موږ په انسټاګرام کې تعقیب کړئ